هاکي ورلډ کپ کلاسيفيکيشن راؤنډ کښې نيوزي لينډ د دوه ګولز مقابله کښې پاکستان ته څلور ګولونو سره شکست ورکړې، او ميچ ئې ګټلې دې ۔
نيدرلينډز او بيلجيئم کښې جاري هاکي ورلډ کپ کښې قامي ټيم يو بل ميچ بيللې او نيوزي لينډ ټيم هم د قامي ټيم نه ميچ ګټلې دې ۔
نيوزي لينډ اولني کوارټر کښې يو ګول کړې وو، ولې پاکستان ناکامۍ سره مخ شوې وو،، نيوزي لينډ دوئم کوارټر کښې دوه او آخري کوارټر کښې هم يو ګول کړې وو ۔
پاکستاني ټيم دوئم کوارټړ کښې هم ګول نۀ وو کړې ولې آخري کوارټر کښې ئې بهرپور مزاحمت کړې، او دوه ګولونه ئې کړې وو ، ولې ميچ ئې بيا هم بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه دريم او آخري کوارټر کښې سفيان خان او افراز يو، يو ګول کړې وو، ولې ميچ نيوزي لينډ د دوه مقابله کښې څلور ګولون سره په خپل نوم کړې ۔

