د بلوچستان په پشین سیمه کښې نامعلومه کسانو په مزدورانو ډزې کړي ، چې پکښې پنځه مزدوران پحق رسېدلي،او یو مزدور سخ ژوبل شويدې، مقامي سرچينو مطابق دغه مزدوران د سړک جوړولو يوې کارخانۀ سره کار کارکولو چې نامعلومه وسله والو پرې حمله کړې، سيکيورټي اهلکارانو د پيښې پلټنې شروع کړېدي .
تفصيلاتو ترمخه د پشین سرانان سلیمان زئۍ سیمه کښې د ډبل سړک د جوړولو پر مهال په مزدورانو او مشینانو باندې نامعلومو وسلهوالو حمله کړې ده ۔
مقامي سرچينو وئيلي دي چې د نامعلومه وسله والو ډزو کښې پنځه مزدوران وژلي شوي او یو مزدور سخت ژوبل شوې دې ۔
د سرچینو وينا ترمخه حمله کوونکو په هغو مزدورانو او مشېنرۍ باندې ډزې اوکړې چې د سړک په جوړولو کښې مصروف وو، د ډزو پيښي سره سم سیمه کښې وېره خوره شوې ده ۔

