فيلډ مارشل عاصم منير په مهمه دوره ايران کښې موجود دي، تهران کښې فيلډ مارشل د ايران داخله چارو وزير سکندر مومني سره ملاقات کړې، بلخوا آئي ايس پي آر وئيلي چې سي ډي ايف فيلډ مارشل عاصم منير د تهران دوره خطه کښې د امن او استحکام لپاره د پاکستان کوششونو برخه ده، پاکستان مشرق وسطې کښې د پائيدار امن خواهشمند دې ۔
ايراني ميډېا مطابق تهران ته رسيدو باندې ايراني داخله وزير سکندر مومني د فيلډ مارشل سيد عاصم منير او داخله وزير محسن نقوي تود هرکلې کړې، او وروستو ئي ملاقات هم کړېدې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې وئيلي دي چې د فيلډ مارشل عاصم منير د تهران دوره خطه کښې د امن او استحکام لپاره د پاکستان کوششونو برخه ده ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې پاکستان مشرق وسطیٰ کښې د پائيدار امن خواهشمند دې ، فيلډ مارشل به د ايران شخړه پرامن طريقې سره حل لپاره کوششونو باندې توجو ورکوي ۔
بلخوا د ايران خارجه وزارت ترجمان اسماعيل بقائي وئيلي دي چې پاکستان منطقه کښې اړې ګړې ختمولو لپاره کوششونه کوي، د فيلډ مارشل عاصم منير ايران دوره کښې به دوه اړخيزه اړېکې او سيکيورټي چارو باندې هم خبرې اترې کيږې ۔

