د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي دعویٰ کړې چې په اووۀ ويشتم ستمبر به څلويښت لکه خلق په سړکونو راوځي او خالي لاس به نۀ واپس کيږې ، بلکه باني پي ټي آئي رهائي به يقيني کوي، بونير کښې سټريټ موومنټ کښې شريک کارکنانو ته وينا کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي مونږ به څه قسمه دباؤ يا توجو بدلولو کوشش ښکار نۀ شو او خپل مقصد نه به يو انچ هم نۀ پشا کيږو ۔
بونير کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي سټريټ موومنټ کښې شامل پي ټي آئي کارکنانو ته وينا کښې وئيلي دي چې ستمبر مياشت د انقلاب مياشت ده ، ځکه چې مونږ نۀ د ګولۍ نه ويريږو او نۀ د ټوپک نه، حقيقي آزادي ترلاسه کولو لپاره په اووۀ ويشتم ستمبر د شهادت نه سيوا بله لار نيشته ۔
سهيل آفريدي اووئيل چې دريو ججانو د باني د خور او ذاتي معالج موجودګۍ کښې د هغۀ علاج د شفا انټرنيشنل هسپتال کښې د کولو حکم کړې وو خو حکومت عدالتي حکم نظرانداز کړې او توهين عدالت ئې کړېدې ۔
سهيل آفريدي الزام لګولې چې حکمرانان خپل ځان د آئين او قانون نه معتبر ګنړي، د طاقتور او کمزوري لپاره ملک کښې ځانله ځانله قانون او نظام دې کوم چې به برداشت نې کړې شي ۔
هغوي په کارکنانو زور راوړې چې په اووۀ ويشتم ستمبر به تحريک کښې څه قسمه دباؤ يا توجه بدلولو کوشش ښکار نه شي او خپل مقصد نه به يو انچ هم شاته نۀ شي ۔
وزيراعلیٰ اووئيل باني به په عوامي طاقت سره جيل نه راوباسو، هغه د ځوانانو ليډر دې او ملک له معاشي استحکام،حقيقي خودمختاري او قومي يو والې ورکولې شي ۔
سهيل آفريدي دا هم اووئيل چې باني کوم رنګه قرباني ورکوي مونږ له پکار دي چې د هغه په نقش قدم لاړ شو او ايبسلوټلي ناټ لاره خپله کړو ۔
وزيراعلیٰ په حکمرانونو د عوامي مينډيټ پټولو او قومي وسائل کښې د اربونو روپو کرپشن الزامات اولګولو او وې وئيل چې د حکومت بنيادونه په پريوتو دي، ډير زر ده چې عوام به د بدديانت حکمرانانو نه خلاصې ترلاسه کړي ۔

