وزيراعظم شهبازشريف وئيلى چې مکه دفاعى معاهدې مقصد قطعى جارحيت نه دې، دا معاهده درې واړه ملکونو ترمينځه خطه کښې امن،سلامتى او خوشحالى لپاره ده ۔
اسلام آباد: وفاقي کابينې غړو سره خبرو پر مهال وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې مکه معاهده پاکستان او سعودI عرب ترمينځ معاهده کښې توسيع ده ، پاکستان او سعودي عرب ترمينځ تير وختونو کښې هم معاهده شوې ۔
وزيراعظم اووئيل چې پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمينځ دفاعي معاهده د وړاندې راهسې جارئ دوه اړخيزه مرستو تسلسل دې ، پاکستان او ترکيه ترمينځ د څو کالو نه د مرستو سلسله روانه ده،وفاقي کابينې هم درې ملکى دفاعي معاهده تاريخي ګرځولې ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې د حرمين شريفين تحفظ ذمه واري د پاکستان اولس او فوج لپاره مهمه فريضه ده ۔
آزاد کشمير کښې اليکشن په حواله د وزيراعظم وينا وه چې آزادکشمير اولس ن ليګ ته ووټ ورکړې ،د آزادکشمير اولس ووټ په نوازشريف د اعتماد اظهار دې ۔
وزيراعظم زياته خړې چې آزادکشمير اولس لطرفه د اعتماد په اظهار مشکور يم ، بعضې عناصر د آزادکشمير حالات قصدا خرابولو کوشش کوي ، د مسئلو حل خبرو اترو د لارې کيدې شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف دا هم وئيلي چې ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې زمونږ ځوانانو عظيمې قربانۍ ورکړي او دا قربانۍ به نۀ ځائع کيږي ۔

