د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي وئيلي دي چې افغانستان سره جنګ نۀ غواړو،افغان حکومت دې پاکستان سره تعلقات يا د ترهه ګر ډلو سرپرستۍ کښې د يوې لارې انتخاب اوکړي،پريس بريفنګ ته وينا په وخت د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې افغانستان کښې د ترهه ګر ډلو ته د بهارت مالي سپورټ ترلاسه دے،اميد لرو چې افغانستان سره کيدونکې نړي وال امداد به د ترهه ګرۍ لپاره نۀ استعماليږي ۔
اسلام آباد: هفته وار ميډيا بريفنګ کښې د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي وئيلي دي چې افغانستان کښې د ترهه ګرو ډلو موجودګي ټولې منطقې لپاره خطره ده، د هند په مالي ملاتړ بي اېل اې او نورې ترهه ګرې ډلې فعالې دي، پاکستان نړيوالې ټولنې نه مطالبه کښې چې افغانستان ته ورکړېدونکې مالي مرستې دې په شفافه توګه وکارول شي .
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاکستان د بدخشان او د افغانستان په نورو سيمو کښې د افغان طالبانو ځواکونو او مخالفو ډلو ترمينځ د نښتو راپورونه ليدلي دي ۔
هغه اووئيل چې افغانستان کښې د ترهه ګرو ډلو موجودګي يواځې پاکستان ته نۀ، بلکه ټولې سيمې امن او استحکام ته خطره ده، ځکه د ترهه ګرۍ خلاف نتيجه خيز اقدامات ضروري دي ۔
د خارجه دفتر زياته کړې چې ترهه ګرو ډلو ته د هند مالي ملاتړ ترلاسه دی او بي اېل اې ته هم د هند له اړخه مالي مرستې ورکولې کېږي، پاکستان دا معامله په مسلسل ډول نړيوالې ټولنې مخې ته پورته کوي او د ترهه ګرۍ هر ډول ختمولو لپاره نړيواله همکاري ضروري ده ۔
وياند په ډونر هېوادونو غږ کړې چې افغانستان ته ورکړېدونکې مالي مرستې دې په مؤثره توګه وڅاري، ترڅو دا پيسې په هېڅ صورت د ترهه ګرۍ يا ترهه ګرو تنظيمونو د ملاتړ لپاره اونه کارول شي ۔
هغه اووئيل چې پاکستان له افغانستان سره جهګړه نه غواړي، د دواړو هېوادونو اولس تاريخي، مذهبي او کلتوري اړيکې لري، خو افغان طالبان به دا پرېکړه کوي چې له پاکستان سره مثبتو اړيکو ته لومړيتوب ورکوي او کۀ د ترهه ګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي ۔

