دباني پي ټي آئي قيدتنهائي کښې ساتلو معاملې خلاف درخواست باندې اسلام آباد هائيکورټ کښې سماعت شوې او عدالت دې لړ کښې د مقدمې فيصله محفوظ کړې، او وئيلي دي چې په دې معامله به مناسب وخت کښې ځکم جاري کولې شي ۔
د اسلام آباد هائيکورټ سټس خادم حسين سومرو د باني او بشریٰ بي بي مبينه قيدتنهائي غير قانون ګرځولو متعلق په درخواست سماعت شوي، فريقين خپل دلائل مکمل کړي،دلائل اوريدو روستو عدالت خپله فيصله محفوظ کړې او وئيلي دي چې په دي معامله به حکم روستو جاري کولې شي ۔
سماعت دوران ايډووکيټ جنرل عدالت ته وئيلي چې باني پي ټي آئي او بشریٰ بي بي ته جيل کښې اضافي سهوليات ورکړي شوي او دوي ته کوم عدالت يا مجاز اتهارټي د قيد تنهائي سزا نۀ ده ورکړې ، باني صرف د شپې يو څو ګهنټو لپاره د حفاظتي مقاصد تحت سيل کښې بند کړې شي، کوم ته چې قيد تنهائي نۀ شي وئيلي کيدې ۔ا
ايډووکيټ جنرل اووئيل چې سپريم کورټ هم باني ته فراهم کړې شوي سهولتونو باندې د اطمينان اظهار کړې، او ورته د بي کلاس نه هم بهتر سهولتونه ورکړې شوي ۔
په دي موقع عدالت ته سپرنټنډنټ اډياله جيل وئيلي چې د باني پي ټي آئي سره په مستقل توګه يو سزا يافته مشقتي هم موجود وي،ځکه دې په قيد تنهائي کښې نۀ دې ،د قيد تنهائي قانوني تشريح مطابق قيدي څليريشت ګهنټې په مکمله توګه باندې په سيل کښې دننه وي، ولې موجوده معامله په دې تشريح پورا نۀ ده ۔
بلخوا د فريقينو دلائل مکمل کيدو وروستو اسلام آباد هائيکورټ په دغه درخواست فيصله محفوظ کړې او وئيلي دي چې په مناسب وخت به د کيس حکم جاري کولي شي ۔

