د بلوچستان قلعه عبدالله سيمې په بدوان کلي کښې دوه ډلو ترمينځ ډزو پيښه کښې کمانډر عبيدالله کاکړ پشمول څلور کسان مړۀ شويدي، ملا کاکوزۍ نومې مقامي مشر دعویٰ کړې چې د زړې دښمنې لوجې مې عبيدالله کاکړ قتل کړې دې ،د پيښې خلاف احتحاجي مظاهره هم شوې، مظاهرچيانو د عبيدالله کاکړ د قاتلانو د نيولو مطالبه کړېده .
بد لوچستان قلعه عبدالله په ميزئي اډه بدوان کښې د دوؤ ډلو ترمينځ نښته شوې ده، مقامي کسانو مطابق پيښه کښې د يو فريق کمانډر عبيد الله کاکړ پشمول څلور کسان مړۀ شوي دي ۔
د قلعه عبدالله مقامي مشر ملا کاکوزئۍ دعویٰ کړې چې زمونږ د کمانډر عبيد الله سره ذاتي دښمني وه ، چې لوجې ئې دغه ډزې مونږ کړې او کمانډر مو قتل کړېدې ۔
بلخوا پيښې خلاف د مړۀ شوي کسانو خپل خپلوانو احتحاجي مظاهره هم کړې، مظاهرچيانو د عبيدالله کاکړ د قاتلانو د نيولو او ملزمان خلاف سختې کاروائۍ مطالبه کړېده ۔

