د باجوړ په شنکوټ سيمه کښې په يو کور مبينه ډرون حمله شوې ، چې پکښې درې کسان پحق رسيدلي،او نور کسان ژوبل شويدي، ژوبل کسانو کښې ماشومان او زنانه هم شامل دي ، پوليس د پيښې تحقيقات شروع کړيدي ۔
باجوړ: تفصيلاتو مطابق د قبائلي ضلعې باجوړ په شينکوټ پاکستان چوک سيمه کښې په يو کور مبينه ډرون حمله شويده، مقامي خلقو مطابق حمله کښې درې کسان شهيدان شوي او د کور نور کسان سخت ژوبل شوي دي ۔
شهيد شوي کسانو کښې پنځلس کلن اسحاق، ديرش کلن امتياز او پنځه کلنه ماشومه منيبه شامل دي، ډرون حمله کښې ژوبل شوي کسانو کښې ماشومان او زنانه هم شاملې دي، څوک چې هسپتال ته رسولې شويدي
مبينه ډرون حمله کښې ژوبل شوي کسان د باجوړ خار هسپتال ته رسولې شوي، چې پکښې د بعضو حالت مرګونې ښودلې شويدې

