د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې ايران او امريکې ترمينځ د اسلام آباد مفاهمتي يادداشت لاندې تکنيکي مذاکرات به اتوار په ورځ سوئټزرلينډ کښې کيږي، دې مذاکراتو کښې به د پاکستان، قطر او دواړو فريقينو نمائندګان ګډون کوي، ترجمان دا هم وئيلي چې پاکستان به د منطقې امن عمل کښې د دريم ګړي کردار اداکول جاري ساتي ۔
اسلام آباد: د خارجه دفتر ترجمان خپل يو بيان کښې وئيلي چې د امريکې او ايران ترمينځ به سبا د سوئټزرلينډ ښار برګن سټاک کښې د اسلام آباد مفاهمتي يادداشت لاندې تکنيکي مذاکرات کيږي ۔
ترجمان مطابق د اسلام آباد مفاهمتي يادداشت باندې لاسليک نه پس فالو اَپ په توګه دغه تکنيکي سطح مذاکرات کيږي ، چې پکښې به د ايران، امريکې، پاکستان او قطر نمائندګان شرکت کوي ۔
د خارجه دفتر ترجمان مخکښې وئيلي چې پاکستان به د دريم ګړي په حيث مذاکراتي عمل ته سهوليات فراهم کول جاري ساتي ۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې د پاکستان مقصد د مفاهمت يادداشت لاندې طے شوې مفاهمت وړاندې بوتلل دي ، او دا چې پاکستان به امن عمل کښې خپل مثبت کردار جاري ساتي ۔

