د نهمې مئي په موقع د مغلپوره پوليس ګاډي سوزولو کيس فيصله اورولې شويده، د لاهور ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت د پي ټي آئي څلور مشرانو ته لس، لس کاله قيد سزا اورولې، عدالت دې کيس کښې پخوانې خارجه وزير شاه محمود قريشي بري کړې،د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج منظر علي ګل په کوټ لکهپت جيل کښې په اتلسم جون محفوظ کړې فيصله اورولې، عدالت محمود الرشيد، عمر چيمه، اعجاز چودهري او ياسمين راشد ته سزاګانې اورولي دي ۔
د لاهور انسداد دهشتګردې عدالت د نهمې مئې يو بل کيس کښې د تحريک انصاف غړو اعجاز چودهري، پخوانې ګورنر پنجاب عمر سرفراز چيمه، ډاکټر ياسمين راشد او ميا محمود الرشيد ته لس، لس کاله قيد سزا اورولې ده ۔
د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج منظر علي ګل کوټ لکهپت جيل کښې په اتلسم جون محفوظ کړې فيصله اورولې چې پکښې دغه مشرانو ته سزاګانې ورکړې شويدي ۔
بلخوا عدالت د پخوانې خارجه وزير شاه محمود قريشي د مقدمه نه بري کړېدې، دغه فيصله نهمې مئي کال دوه زره دري ويشتم پيښو په اړه مغلپوره کښې پوليس ګاډي سوزولو مقدمه کښې اورولې شوې وه، چې پکښې يو شمير سياسي غړو خلاف کاروائي جاري وه ۔
ياده دې وي چې تير کال په نورلسم دسمبر انسداد دهشتګردۍ عدالت لاهور جي پي او ګيټ حمله کيس فيصله اورولو سره ډاکټر ياسمين راشد، عمر سرفراز چيمه،اعجاز چودهري او ميا محمود الرشيد ته لس، لس کاله قيد سزا اورولې وه ۔

