وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدی سره ټيليفونک رابطه کړې ، وزيراعظم د بنو په پوليس چوکۍ د شوي ترهه ګر بريد سخته غندنه کړې او په دې پېښو کښې د قيمتي ځاني زيان باندې ئې د افسوس څرګندونه کړې ده ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدی سره ټيليفون د لارې خبرو اترو کښې د بنو په پوليس چوکۍ د شوې ترهه ګر بريد سخته غندنه کړې او په دې پېښه کښې د قيمتي ځاني زيان باندې ئې د افسوس څرګندونه کړې ده ۔
وزيراعظم د شهيد شوي پوليس اهلکارو لپاره د دعاګانې کړې او د هغوي کورنيو سره ئې غمرازي کړې ده، وزيراعظم د زخمي کسانو د زر صحت لپاره هم دعا کړې ۔
وزيراعظم شهباز شريف وزيراعلی سهیل آفريدی سره خبرو کښې وئيلي چې وفاقي حکومت به د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د صوبائي حکومتونو سره په ګډه کار کوي او خېبر پښتونخوا حکومت ته به هر ممکنه مرسته ورکوي ۔
په دې موقع وزيراعظم او وزيراعلی دواړو د پاک فوج، سيکيورټي فورسز او پوليس قربانيو ته پيرزونې وړاندې کړي، او
وزيراعظم وئيلي چې پاکستان نه د هر قسم ترهه ګرۍ ختمولو لپاره ټول يو موټي او پرعزم دي ۔

