اسلام آباد کښې راتلونکي هفتې دوران يو ځل بيا د ايران او امريکې ترمينځ د مذاکراتو امکان دې، د امريکې ميډيا رپورټ کښې وئيلي شوي چې دواړه ملکونه پاکستان سره د مذاکراتو لوظنامې په حواله يوه صفحه دتاويز باندې کار کوي، او مذاکراتو دوران د لوظنامې هم امکان دې
وال سټريټ جرنل خپل رپورټ کښې وئيلي دي چې امريکې او ايران ترمينځ مذاکرات راروانه هفته اسلام آباد کښې بحال کيدېشي ۔
امريکائي اخبار رپورټ ترمخه امريکه او ايران د ثالث پاکستان سره په يوه صفحه دستاويز کار کوي ، په څوارلس نکاتو مشتمل د مفاهمت ياداشت به ليکلې کيږي ۔
امريکي اخبار دعویٰ کړې چې څوارلس نکاتي مفاهمتي ياداشت کښې به د يو مياشت مذاکراتو لپاره ضوابط مقرر کيږي ، ډرافټ کښې د ايران په ايټمي پروګرام خبرې اترې او آبنائے هرمز کښې تاو تريخوالې کمول هم شامل دي ۔
رپورټ کښې زياته شوې چې د ايران امريکې ترمينځ اوس هم ډير معاملات حل شوي نۀ دي ، پابندو کښې د نرمۍ معامله مذاکراتو کښې لوئې خنډ جوړ دې په کومو چې خبرې جاري دي ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي کۀ چرې خبرو اترو کښې پرمختګ کيږي نو فريقين به په اتفاق سره په دې د يو مياشت توسيع کوي ۔
ياده دې وي چې دې نه وړاندې هم اسلام آباد کښې مذاکرات شوي وو، کوم چې بغير د نتيجې ختم شوي وو او اوس چې دواړه فريق په لوظنامه متفق شي نو بيا باقاعده لوظنامه اسلام آباد کښې لاس ليک کېديشي ۔

