هنګو کښې د ترهه ګرو او پوليسو ترمينځ نښته ، ډي ايس پي امجد حسين وينا ترمخه د عملياتو دوران د ترهه ګرو لخوا داغلې شوې مارټر ګوله دورړي بانډه سيمه کښې په يو مارکيټ غورځيدو پيښه کښې شپږ کسان شهيد او دولس ژوبل شويدي ،ترهه ګرو تيره ورځ د پوليسو په چيک پوسټ د حملې کوشش کړي وو کوم چې ناکامه کړي شوي وو،د ترهه ګرو حمله کښې يو پوليس اهلکار هم ژوبل شوي وو ۔
پوليس مطابق هنګو کښې سرحدي سيمې زرګرۍ ، شناوري او دورړۍ بانډه کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع دوه ورځو راهسې آپريشن جاري دې ۔
ډي ايس پي امجد حسين وينا ترمخه د عملياتو دوران د ترهه ګرو لخوا داغلې شوې مارټر ګوله دورړي بانډه سيمه کښې په عامه آبادي غورځيدلې ده ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي چې پيښه کښې شپږ کسان پحق رسيدلي او دريالس نور سخت ژوبل شوي دي ۔
ډپټي کشمنر زياته کړي چې مارټرګولو په دورړې بانډه بازار کښې سول آبادۍ ته سخت زيان رسولي دي ،بلخوا ضلعي انتظاميې ټول هسپتالونو کښې ايمرجنسي هم نافذ کړيده ۔

