په بنو کښې د پولیس پر مزانګه چوکۍ د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شوې ، پولیس پر وخت جوابي کاروائي سره د حمله ناکامه کړې او ترهه ګرو ته ئې ځاني مالي زيان اوړولې دې ۔
بنو: د پوليس بيان ترمخه تېره شپه شاؤخوا یوه بجه ترهه ګرو په درنو وسلو د مزانګه پولیس چوکۍ باندې حمله کړې ، کومه چې پوليس ځوانانو ناکامه کړېده ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې په چوکۍ کښې موجود پولیس اهلکارو سمدستي او مؤثره جوابي کاروائي کړې او حمله کونکي ئې په تيښته مجبوره کړيدي ۔
پوليس ترمخه کاروائۍ کښې څو ترهه ګر وژلي شوي او پنځه نور سخت ژوبل شوي هم دي، د پولیس او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو تبادله تر سحر پورې روانه وه ۔
د پيښې په اطلاع ډي پي او بنو یاسر آفریدي په مشرۍ کښې ډي ايس پي ارشد خان سره د لوئې نفرۍ سمدستي سیمې ته ورغلي او لټوني عمليات ئې پيل کړي دي ۔
عملیاتو دوران د يو ترهه ګر مړې او په بېلابېلو ځایونو کښې د ترهه ګرو سامان او نورې نښې نښانې ترلاسه شوې، خو ترهه ګر د شپې تيارې نه په ګټه اخستو سره خپل مړي او ژوبل ملګري له ځان سره وړي او د پيښي ځائې نه تښتیدلي دي ۔
پوليس د ترهه ګرو لټوني عمليات کړې، سرچ آپريشن ئې کړي او نورې پلټنې ئې هم شروع کړيدي ۔

