لکي مروت کښې تيره ورځ تښتولې شوې د جيل پوليس اهلکار صديق خان مړې د احمد خېل سيمې سره نيزدې ترلاسه شوې دې ،بلخوا منجيوالا سيمې نه هم د دوه ځوانانو مړي ميلاؤ شوي دي ۔
لکي مروت: د پوليس چارواکو وينا مطابق شهيد شوې جيل پوليس اهلکار تېره ورځ د احمد خېل اډې سره نيزدې نامعلومه وسله والو تښتولې وو، او بيا ئې ډير بے دردۍ سره شهيد کړېدې ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي چې شهيد پوليس اهلکار د کرک جيل کښې تعینات وو او په چهټۍ کور ته راغلې وو، د څه کار د پاره بهر تلې وو، چې نامعلومه کسانو اغوا کړې وو ۔
بلخوا پوليس وئيلي چې منجيوالا سيمې نه هم د دوه ځوانانو مړي ترلاسه شوي، څوک چې د شپې نامعلومه کسانو په ډزو وژلي دي ۔
پوليسو دواړه مړي په خپل تحويل کښې اخيستي او سټي هسپتال لکي مروت ته ئې منتقل کړي دي، پوليس مطابق تر اوسه پورې د دغه مړو پېژندګلو نۀ ده شوې ۔
ياده دې وي چې دغې سيمې نه دوه ورځې وړاندې هم د اينټي نارکوټکس فورس يو اهلکار تښتولې شوې وو او بيا ئېمړي موندلې شوې وو ۔

