وزيراعظم شهبازشريف د پي ايس ايل فائنل ميچ لپاره قذافي سټيډيم ته ورغلې او د پېښور زلمي او حيدر آباد کنګزمېن ټيمونو لوبغاړو سره ئې ملاقات هم کړېدې، وزيراعظم لږ ساعت لپاره ميچ کتلې دې، په دې موقع د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي او نور چارواکي هم موجود وو ۔
وزيراعظم شهبازشريف لاهور کښې قذافي سټيډيم ته ورغلې ،چرته چې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي او نور چارواکو د وزيراعظم تود هرکلې کړېدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف فائنل ميچ کښې دلچسپي اخستې او د پي ايس ايل فائنل ميچ ئې هم لږ ساعت لپاره کتلې او په دې موقع ئې د دواړو ټيمونو لوبغاړو سره ميلاؤ شوې او د هغوي حوصله افزئي ئې هم کړېده ۔
وزيراعظم شهبازشريف د دواړو ټيمونو لوبغاړو د ايونټ فائنل ته رسيدو باندې د هغوي کارکردګي هم ستائلې ده ، وزيراعظم د دواړو ټيمونو کپتانانو او نورلوبغاړو سره تصويران هم ويستي دي ۔

