اسلام آباد کښې د امريکې او ايران ترمينځ د مذاکراتو دوئم دور لپاره نن د شپې د ايراني وفد راتلو امکان دې، ذرائعو وئيلي چې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره به مختصر ټيم پاکستان ته راځي، بلخوا د امريکې وفد هم نن د واشګټن نه اسلام آباد ته راتګ لپاره روانيدو امکان ظاهر کړې، ذرائعو ترمخه د ايران او امريکې وفود دوئم دور لپاره اسلام آباد ته راتلل د پاکستان مصالحتي ټيم سره د دوي د خبرو نتيجه ده ۔
حکومتي ذرائعو مطابق د پاکستاني مصالحتي ټيم سره د مهم خبرو اترو په نتيجه کښې امريکې او ايران ترمينځ اسلام آباد کښې د امن مذاکراتو دوئم پړاؤ امکان دې ۔
وزيرخارجه عباس عراقچي د مختصر ټيم سره نن شپه کښې اسلام آباد ته د راتګ او امريکې وفد هم نن مذاکراتو لپاره واشنګټن څخه د راروانيدو امکان ظاهر کړېدي ۔
د امريکې لاجسټک او سکيورټې ټيم هم د مذاکراتي عمل لپاره اسلام آباد کښې وړاندې نه موجود دې، دا پرمختګ د پاکستاني مصالحتي ټيم سره د خبرو اترو نتيجه ده ۔
دې نه وړاندې د خارجه دفتر ترجمان وينا وه چې ايراني وزيرخارجه عباس عراقچي د پاکستان سياسي او عسکري قيادت سره رابطه هم کړې وه ۔

