خېبر ضلع کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز کامياب عمليات، آئي ايس پي آر ترمخه علاقه کښې د شرخوښو موجودګۍ په اطلاع آپريشن دوران د ډزو تبادله کښې دوه ويشت ترهه ګر وژلي شويدي،د ترهه ګرو ډزو لوجې لس کلن ماشوم هم شهيدشوې،وژلي شوي کسان د ترهه ګرۍ مختلف واقعاتو کښې ککړ وو،د دوي د ولقې نه وسله او ګوله بارود هم برآمد شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې خېبر ضلع کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع سيکيورټي فورسز او قانون نافذ کونکي ادارو مشترکه کاميابه کاروائي کړې ده ۔
آئي ايس پي آر مطابق کاروائۍ دوران ترهه ګرو سره د ډزو سخته تبادله هم شوې ده ،کاروائۍ په نتيجه کښې دوه ويشت ترهه ګر وژلې شوي دي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه ترهه ګرو د ګرفتارۍ د ويرې لوجې سختې ډزې کړي چې پکښې لس کلن ماشوم هم شهيد شوې دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه ګوله بارود هم برآمد شوي دي ۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې سيمه د نورو ممکنه ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ خلاف کاروائيانې جاري دي ، ترهه ګرو خلاف به بغير د څۀ ځنډ کاروائيانې جاري وي ۔
صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف خېبر ضلع کښې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسزکامياب عملياتو ستائنه کړيده ۔
دواړو مشرانو د ترهه ګرو ډزو لوجې لس کلن ماشوم په شهادت د افسوس اظهار کړې او وئيلي ئي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ د خاتمې پورې به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي ۔

