امريکې صدر ډونلډ ټرمپ واضحه کړې کۀ ايران سره ډيل اونۀ شو نو جنګ بندۍ کښې د نورې توسيع امکانات نيشته،معاهده نۀ کيدو په صورت کښې به ايران کښې جنګ بيا شروع کولې شي، ايران په مذاکرات اتفاق کړې وو، ګورو چې ايراني ټيم اسلام آباد مذاکرات ته ځي او کنه، صدر ټرمپ دا هم وئيلي چې ايران سره جوهري وسله نۀ ده پکار ۔
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ميديا سره خبرو کښې اووئيل چې ايران سره جنګ بندي شورو په ورځ ماښام ختميږي، کۀ ډيل اونۀ شو نو سيز فائر کښې د نورې توسيع امکانات نيشته ۔
د هغۀ وينا وه چې هيڅ تادي نيشته چې خرابه معاهده اوکړو، مونږ سره ډير وخت دې، د وخت کمې نيشته ، ډيل نۀ کيدو صورت کښې به ايران جنګ بيا شروع کولې شي، بيا به ډير بمونو کښې ايران په نښه کولې شي ۔
يو سوال په جواب کښې ټرمپ اووئيل چې ايران ته مذاکرات کښې برخه اخستل پکار دې، مونږ اسلام آباد کښې په مذاکرات اتفاق کړې وو، ګورو به چې ايران مذاکرات کښې برخه اخلي او کۀ نه، مونږ ايران نه غوښتنه کړې چې هغه دې ايټمي وسله نۀ ساتلو وعده پوره کړي ۔
امريکي صدر اووئيل چې مذاکرات لپاره مې خپل اے ټيم ليږلې دې، ايران شخړه ختميدو سره به د تيلو قيمتونه تيزۍ سره راکم شي ۔
تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې نائب صدر جے ډي وينس په مشرۍ کښې د امريکې مه خصياتو باندې مشتمل وفد اسلام آباد ته رسېدونکې دې، امريکي او ايران ترمينځ اسلام آباد کښې مذاکرات کيږي، کۀ چرې مذاکراتو کښې بريک تهرو اوشو نو د ايران مشرانو سره به ملاقات کول غواړم ۔

