پاکستان کښې تعينات د ايران سفير رضا اميري مقدم وئيلي دي چې ايران د هيچا په دهړکو يا دباؤ مذاکرات نۀ شي کولې،ايران لوئې تهذيب لري ،دايومهم اسلامي اوديني اصول دې کاش چې امريکه په دې پوهيدې، بلخوا د خاتم الانبيا هيډ کوارټر سربراه جنرل عبدالله وئيلي چې ايران د دښمن هرقسمه جارحانه کاروائۍ فوري جواب ته تيار دې ،د آبنائے هرمز کنټرول مضبوط دې، امريکائي صدر ته د غلطې بيانيې اجازت نۀ ورکوؤ ۔
اسلام آباد: پاکستان کښې تعينات ايراني سفير رضا اميري مقدم وئيلي دي چې د لوئې تهذيب ملک دهړکو او فشار لاندې مذاکرات نۀ شي کولې ۔
رضا اميري مقدم اووئيل چې ايران د هيچا په دهړکو يا دباؤ مذاکرات نۀ شي کولې،ايران لوئې تهذيب لري ،دا يو مهم اسلامي او ديني اصول دې کاش چې امريکه په دې پوهيدې ۔
بلخوا د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ مسلسل دهمکيانو باندې د ايران خاتم الانبيا هيډکوارټر سربراه هم سخت بيان مخې ته راغلې دې ۔
د ايران خاتم الانبيا هيډ کوارټر سربراه جنرل عبدالله وئيلي چې ايران د دښمن هرقسمه جارحانه کاروائۍ فوري جواب ته تيار دې ۔
جنرل عبدالله مخکښې اووئيل چې د آبنائے هرمز کنټرول مضبوط دې، امريکائي صدر ته به چرې هم د غلطې بيانيې اجازت نۀ ورکوؤ ۔

