د افغانستان خلق د غريبۍ او بے روزګارۍ لوجې پوزې ته راغلي، وائي چي د پاکستان فيلډ مارشل عاصم منير دې مونږ د افغان طالبانو نه خلاص کړي، ننګر هار کښې د طالبانو هيډکوارټر مخې ته افغان وګړي د فيلډ مارشل په نوم د مينې پيغام جاري کړې، افغان وګړي وئيلي چې ايران جنګ کښې د فيلډ مارشل عاصم منير اقدامات ټوله نړۍ ستائي، الله پاک دې فيلډ مارشل ته نوره هم کاميابي نصيب کړي، افغان وګړي دغه پيغام په يوکاغذ ليکلې او د پاکستان عسکري قيادت سره ئې مينه څرګندکړې ۔
د فيلډ مارشل سيد عاصم منير کاميابيانو ته صرف د دنيا نه بلکه د پاکستان ګاونډي ملک افغانستان اولس هم په درنه سترګه ګوري، د ګاونډي ملک افغانستان اولس هم د فيلډ مارشل سيد عاصم منير نه ډير اميدونه لري ۔
د افغانستان ننګرهار کښې د طالبانو کور هيډکوارټر مخې ته افغان وګړو د فيلډ مارشل په نوم د مينې ډک پيغام جاري کړې دې ۔
افغان وګړي وائي چې د غربت او بے روزګارې د لاسه افغانستان اولس په خودکشې مجبوره شويدي، طالبانو نه دې زمونږ ځان خلاص کړې شي ۔
افغان وګړې فيلډ مارشل ته مخاطب شوي وائي چې ايران په حواله د فيلډ مارشل اوسنې اقدامات ټولې نړي ستائيلي دي، الله تعالې دې د هغه مرسته اوکي او مونږ دې هم د طالبانو نه په پناه کښې اوساتي او الله دې کاميابي درکي افغان وګړي په پرچې ليکلې تحرير د لارې هم د پاکستان او هغه عظيم عسکري مشرانو سره د ډيرې مينې اظهار کړېدې ۔

