د چيمپئنز ټرافې ميزبانۍ تعين کوؤلو لپار د آئي سي سي اجلاس دوباره موخر کړې شويدې، ذرائعو امکان څرګند کړې چې آئي سي سي په دې معامله سباله يعنې د اتوار په ورځ اجلاس اوکړي ۔
ذرائع وائي چې د پاکستان سخت موقف وروستو بهارت د نور وخت درخواست کړې، چې لوجې ئې ننې اجلاس نۀ دې ترسره شوې ۔
ذرائعو مطابق پاکستان د آئي سي سي بورډ ميټنګ نه وړاندې د قابل قبول فارموله غوښتې وه، پاکستان د خپل موقف نه آئي سي سي په باقاعده توګه خبر کړې وو ۔
پاکستان دريز لري که بهارت پاکستان ته راتلل غواړې او کنه، چيمئنز ټرافي به په خپل وخت پاکستان کښې ترسره کوؤلې شي ۔
بلخوا ذرائعو دعویٰ کړې چې آئي سي د پاکستان او بهارت بورډز ته وئيلي چې دواړه دې يو بل سره مشاورت نه پس معامله حل کړي ۔
د آئي سي سي دغه هدايت نه پس د پاکستان اور بهارتي بورډ چارواکو ترمينځ دې معاملې باندې په ښۀ ډول خبرې جاري دي، که دواړه بورډ په څه نتيجه اورسيدل نو امکان دې چې بيا زر تر زره د آئي سي سي بورډ اجلاس هم اوشي او دې لړ کښي فيصلې اعلان هم اوکړې شي ۔