قصور کښې پاک بهارت پوله باندې د بهارتي بارډر فورسز په ډزو د پاکستان دوه غړي شهيدان شوي ، او يو ژوبل شويدې ، د درې واړو پاکستانيانو تعلق جټا والي حويلي لدهړ سره ښودلې شويدې ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې د قصور لدهړ کلي کښې پوله باندې درې پاکستاني د بارډر پلر نه يو څو قدم مخکښې تلې وو، چې بهارتي بارډر فورس پرې ناترڅه ډزې کړي ۔
ذرائعو وئيلي چې د بهارتي بارډر فورس ډزو کښې دوه کسان شهيدان او يو کس ژوبل شوې، چې پکښې عظمت رسول او محسن جټ شامل دي، او دغه درې واړۀ پاکستانيان خالي لاس وو ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې درې واړه پاکستانيانو د بارډ لوظنامې او ايس او پيز خلاف ورزۍ مرتکب شوي نۀ دي، او د بهارتي فورسز ډزې د بارډر لوظنامې او ايس او پيز مکمل خلاف ورزي ده ۔

