ټانک کښې د ترهه ګرو خلاف د پوليس او سي ټي ډي مشترکه کاروائي کړې،چې پکښې درې ترهه ګر وژلي شويدي، سي ټي ډي لخوا جاري شوي بيان ترمخه ګړه فقيرا علاقو کښې د شرخوښو موجودګۍ په اطلاع آپريشن دوران ډزو تبادله کښې دغه ترهه ګر وژلي شوي وو،د وژلي شوي شرخوښو تعلق د ټي ټي پي بهټني ګروپ سره وو او د ترهه ګرۍ مختلف پيښو کښې ککړ وو .
د سي ټي ډي ترجمان مطابق ټانک کښې د تهانې اېس اېم اے په حدودو کښې د جنډوله روډ ګړه فقيره سيمه کښې د ترهo ګرو موجودګۍ په اړه مصدقه اطلاعات ترلاسه شوې وو، په دې بنياد سي ټي ډي او ضلعي پوليس ګډ آپريشن کړې، چې دوران ئې د پوليس او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو تبادله شوې ده ۔
ترجمان وائي چې د ډزو تبادلې نه پس د سيمې د لټون دوران د ټي ټي پي بهټني ډلې درې ترهه ګر وژل شوي دي، د دوو ترهه ګرو شناخت د اسامه ولد سلطان او سليمان ولد ولي محمد په نومونو شوې، چې د جنډولې د فقير کلي اوسېدونکي وو، د درېم ترهه ګر شناخت روان دے ۔
د سي ټي ډي مطابق وژلي شوي ترهه ګرو په تير وخت کښې د ميرا عالم پمپ سره نيزدې په يو ځائې کښې آئي اي ډي نصب کړې وه، چې د چاودنې په نتيجه کښې د يو عام وګړي پشمول دوه پوليس اهلکار شهيدان او اووې نور کسان ژوبل شوي وو، دې ترهه ګرو د وانا بازار په مين روډ او د امن کمېټۍ د مشر بلال د دفتر په چهت هم آئي اي ډي نصب کړې وه ۔
ترجمان زياتوي چې وژلې شوې ترهه ګر اسامه په دوه زره پنځه ويشتم کال کښې په بنو کينټ بريد کښې د وژل شوي ترهه ګر شعيب ورور وو، په داسې حال کښې چې د وانا بازار په پوليس بريد کښې وژل شوې ترهه ګر موسیٰ ئې د ترې ځوئې وو ۔
د لټون عملياتو دوران درې کلاشنکوفې، يوولس ميګزينز ، ګوله بارودو سره او يو موبائل فون هم ترلاسه شوې دې، د سي ټي ډي او پوليس مشر په عملياتو کښې د برخه اخيستونکو اهلکارو کارکردګي ستائيلې او وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره به کاروائۍ جاري ساتلې شي ۔

