د کوهاټ په مازيد خيل سيمه کښې د فتنته الخوارج ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع سي ټي ډې او پوليس مشترکه انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې ، کاروائۍ کښې درې ترهه ګر وژلي شوي دي، وژلي شوي ترهه ګرو کښې اهم ترهه ګر عبدالحیی هم شامل دې، دهغۀ تعلق کوهاټ سره وو، او د فتنته الخوارج کارنده وو، وژلي شوې ترهه ګر د کوهاټ پوليس لائنز حملې پشمول د ترهه ګرۍ يو شمير کيسونو کښې پولکيس ته مطلوب وو ۔
کوهاټ: د فتنته الخوارج بے رحمانه او ترهه ګرۍ هلې ځلې او بے ګناه کسانو قتل عام ، انسانيت، معاشرتي ډهانچے او امن لپاره يو لوئې چيلنج جوړ شوې دې ۔
ټول ملک کښې سيکيورټي او قانون نافذ کونکي ادارې د ترهه ګرۍ خلاف بغير د څه امتياز کاروائيانې جاري ساتلي دي، اود ترهه ګرو لپاره په ملک کښې به نۀ خو د يو پناه ګاه اجازت ورکولې کيږې او نۀ به دوي ته په کولاؤ مټ د کاروائيانو اجازت يا موقع ورکولې کيږي ۔
بازيد خيل کښې شوې کاميابه کاروائي د فورسز پيشه ورانه مهارت ، مضبوط عزم او ترهه ګرۍ خلاف زير ټالرنس پاليسۍ عکاسي کوي ۔
پاکستان کېښ به هر يو ترهه ګر نيټ ورک، د دوي سهولت کار، يا بهرملکونو په سرپرستۍ کښې جوړېدونکې پراکسي عناصر ته چرې هم اجازت نۀ ميلاويږي او نه به دوي ته د پاکستان امن ، استحکام او قامي سلامتيا ته زيان رسولو اجازت ميلاويږي ۔

