ايريا ډيويلپمنټ سيکرټيريټ د خيبر پښتونخوادولس مخصوص ضلعو کښې د محکمه صحت شپاړس سوه نه سيواغيرحاضر ملازمينو خلاف کاروائۍ فيصله کړيده، د دې غيرحاضر کارکونکو لوجې د دغه ضلعو خلقو ته د صحت سهمولياتو فراهمي متاثره شويده، دې لړ کښې متعلقه ډي ايچ اوز ته خطونه هم ليږلې شوې او هغوي نه ټول تفصيلات غوښتې شويدي ۔
پيښور: د ايډيشنل چيف سيکرټرې په هداياتو د محکمه صحت متعلقه ډسټرکټ هيلتھ افسرانو ته خط ليکلې شويدې، خط کښې وئيلي شوي چې د غيرحاضر ملازمينو نه دې په دري ورځو کښې تحريرې وضاحت اوغواړي ۔
په خط کښې وئيلي شوي دي چې د ملازمينو د غيرحاضرۍ په وجه په هسپتالونو او مراکز صحت کښې اولس ته د علاج سهولتونه متاثر شويدې ۔
د سرکارې اعداوشمار مطابق د ټولو نه زيات لکي مروت کښې پنڅه سوه او اتۀ پنځوس، مومند کښې دوه سوه لس او بنو کښې دوه سوه اتۀ ملازمين د خپلو ډيوټو نه غيرحاضر دي ۔
ايريا ډيويلپمنټ سيکرټريټ د ټولو ډي ايچ اوز نه په دې کيسونو کښي شوې کاروائيانو تفصيل غوښتې دې، او خبردارې ئې ورکړې چې په مخصوص اضلاع کښې د غفلت ګنجائش نشته او د غيرحاضر ملازمينو خلاف به د سروس رولز مطابق محکمانه کاروائي کيږي ۔

