د خېبر نيټ ورک خېبر ډيجيټل، کېم ټېک او دي مېلېنيم يونيورسل کالج ترمينځ مفاهمتي يادداشت لاسليک شوې،لوظنامې مقصد د ميډيا او تعليمي ادارو کښې د اړيکو مضبوطولو او طالبعلمانو ته په عملي ميدان کښې غوره موقعې ورکول، د هغوي صلاحيتونه سيوا کول او دوي د جديد ميډيا تقاضو نه خبرول دي، ايم او يو لاندې به طالبعلمانو ته د تربيتي هلو ځلو، ورکشاپس، انټرن شپ او عملي تجربو موقعې ورکولو لپاره ګامونه پورته کولې شي ۔

د لوظنامې مقصد د ميډيا انډسټري او تعليمي ادارو ترمينځه اړيکې مضبوطول، د طالب علمانو صلاحيتونه زياتول او دوي د جديد ميډيا تقاضو نه خبرول دي ۔


![]()
د دې لوظنامې لاندې به د دواړو ادارو په ګډه همکارۍ طالب علمانو ته د تربيتي هلو ځلو، ورکشاپونو، انټرن شپ او عملي تجربو موقعې ورکولو لپاره ګامونه پورته کولې شي ۔

د تعليم او ميډيا انډسټري ترمينځه همکاري به نه يوازې د ځوانانو د صلاحيتونو په نوره وده کښې مرسته وکړي، بلکه په راتلونکي وخت کښې به ورته د روزګار او پرمختګ غوره موقعې هم په لاس ورشي ۔

