صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف ترمينځ اهم ملاقات شوې،چې پکښې د ملک موجوده سياسي او معاشي صورتحال باندې غور شويدې، دواړو مشرانو ټولې معاملې د خبرو اترو د لارې هوارولوباندې اتفاق کړې او وئيلي دي چې ملک او اولس ته ورپيښو ټولو مسئلو حل به مشاورت سره راويستې شي ۔
اسلام آباد: د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم شهباز شريف د صدر آصف علي زرداري سره ملاقات کړې، چې پکښې داخله وزير محسن نقوي او نور مشران هم موجود وو ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې ملاقات کښې د ملک په موجوده صورتحال او د ملک امنيتي او معاشي صورتحال باندې تفصيلي خبرې اترې شويدي ۔
ملاقات دوران وئيلي شوي چې تير آئيني ترميمونه هم ټول اتحادي پارټو سره مشورې نه پس منظور کړې شوي وو ۔
اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي چې صدر مملکت او وزيراعظم اتفاق کړے چې د ټولو معاملو حل به د خبرو اترو او مشاورت د لارې راويستې شي، په دې موقع د ملک موجوده حالاتو جاج هم اخستې شوې دې ۔

