پاکستان دوئم ټيسټ ميچ کښې سري لنکا له په اته وکټو شکست ورکړې او سيريز ئې يو صفر سره ګټلې دے، پنډۍ ګراونډ باندې شوي ميچ کښې ميلمه ټيم په اولني اننګز کښې اتۀ نوي او دوئم اننګز کښې درې سوه،شپاړس رنز جوړ کړي وو،قامي ټيم اولني اننګز کښې په درې سوه، پنځۀ څلويښت رنز آؤټ شوي وو،پاکستاني بولر محمد عباس د ميچ او سيريز غوره لوبغاړې ګرځولې شوې، وزيراعظم شهبازشريف او د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي سيريز ګټلو باندې قامي ټيم له اومبارکي ورکړيده ۔
پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې دوئم ټيسټ ميچ کښې پاکستان په اتۀ وکټو سري لنکا ته ماتې ورکړې او د دوه ميچز سيريز ئې يو صفر سره ګټلې دې ۔
د پنډۍ ټېسټ مېچ په څلورمه ورځ د سری لنکا ټيم دوئم اننګز کښې درې سوه شپاړس رنز باندېۍ آؤت شوې وو، چې ورسره پاکستان ته د نوي رنز هدف ميلاؤ شوې وو ۔
پاکستان طرف نه فاسټ بولر محمد عباس او عامر جمال درې، درې، رضا الله دوه، سلمان علي آغا او ثاقب خان يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
پاکستان مقرره هدف دوه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ګټلو سره د دوه ميچونو سيريز ئې هم يو صفر سره په خپل نوم کړې دې ۔
د دې نه وړاندې سری لنکا په وړومبۍ اننګز کښې په صرف په اتۀ نوي رنز آوټ شوې وو، چې په جواب کښې پاکستان خپل اولني اننګز کښې درې سوه پنځۀ ويشت رنز جوړ کړي وو ۔
د ميچ دواړو اننګز کښې شاندار بولنګ باندې د پاکستان فاسټ بور محمد عباس د ميچ او سيريز بهترين لوبغاړې ګرځولې شوې دې ۔
د دواړو ټيمونو ترمېنځ وړومبې ټېسټ مېچ بې نتيجې ختم شوې وو،د ټېسټ سیریز نه وړاندې پاکستان د درې مېچز ټي ټوئنټي سیریز د يو په مقابله کښې دوه سره ګټلې وو ۔

