وزيراعظم شهبازشريف لخوا د خېبرپښتونخوا لپاره اعلان کړې شوي يوسل، شپيته ارب روپۍ ترقياتي پيکج باندي عمل درآمد شروع شوېدے،دستاويزاتو مطابق ابتدائي مرحله کښې د خېبر پښتونخوا لپاره لس ارب روپۍ جاري کړي شويدي، د دولس مخصوص ضلعو لپاره شپږ نوي ارب او د اووۀ نوي کروړ نه زيات رقم او د نورو ضلعو لپاره درې شپيتۀ ارب، شل کروړ او شپيتۀ لکه روپۍ مختص کړې شويدي ۔
اسلام آباد: د دستاويزاتو ترمخه د خېبر پښتونخوا په دولس مخصوص ضلعو کښې به مجموعي توګه څلور سوه ديرش ترقياتي منصوبې عملي کولې شي ۔
په دې کښې د اووۀ خصوصي منصوبو لپاره نولس ارب اووۀ ويشت کروړه روپۍ او د نورو څلور سوه دري ويشت منصوبو لپاره د اووۀ اوويا ارب اوويا کروړه لس لکه روپو مختص کولو تجويز دے، په دې ضلعو کښې به د سل ورځو او يو اتيا ورځو ترقياتي منصوبې هم شروع کولې شي ۔
د ترقياتي پېکج لاندې د امنيت او پوليس استعداد زياتولو لپاره په دوه شپيته منصوبو نهه ديرش اربه نولس کروړه روپۍ خرچ کولې شي، د صحت څانګې د يوڅلويښت منصوبو لپاره درې ارب شل کروړه روپۍ، د تعليم د دوه اوويا منصوبو لپاره دولس اربه نوي کروړه روپۍ مختص کړې شوې دي ۔
باجوړ، کرم او ډيره اسماعيل خان کښې به درې دانش سکولونه جوړولې شي، اوويا سکولونه به مرمت او اپ ګرېډ کولې شي او څلور سوه نهه سکولونه به شمسي توانائۍ ته منتقل کولې شي ۔
د سړکونو د ښۀ والي د دوه ديرش منصوبو لپاره دولس اربه اوويا کروړه روپۍ جدا کړې شوې دي، چې پکښې د ټل پاړه چنار سړک او ګومل زام ډېم منصوبې هم شاملې دي، دغه رنګ په اتۀ اتيا مقاماتو کښې د اوبو رسولو منصوبې به په شمسي توانائۍ منتقل کولې شي ۔
د زراعت په څانګه کښې به سل زده کوونکو ته چين کښې د زراعت تعليم لپاره سکالرشپس هم ورکولې شي، د دستاويزاتو مطابق د خېبر پښتونخوا په نورو پنځويشت ضلعو کښې به هم په مجموعي توګه دوه سوه نولس ترقياتي منصوبې عملي کولې شي ۔

