پاکستان کرکټ بورډ د ټيم د لوبغاړو لپاره د نوې سينټرل کنټريکټ اعلان کړېدے،د پي سي بي ډائريکټر عاقب جاويد او د ټيم کوچ مائيک هيسن پريس کانفرنس ته وينا په وخت وئيلي چې لوبغاړو ته به څلور مختلف کيټيګريز کښې کنټريکټس ورکولې شي،محمد رضوان،شان مسعود،امام الحق او صائم ايوب سينټرل کنټريکټس کښې نۀ دي شامل کړې شوي ۔
پاکستان کرکټ بورډ د دوه زره شپږيشتم او اووۀ ويشتم لپاره د اتۀ ديرش مينز کرکټرانو د نوې سينټرل کنټرکټ اعلان کړې ، چې موده به ئې د کال دوه زره اووۀ ويشتم د جون تر دېرشمې نېټې پورې وي ۔
د اعلان شوې کنټرکټ مطابق بابر اعظم او سلمان علي آغا ته په ټېسټ او ون ډے انټرنېشنل کيټګري کښې ځائې ورکړې شوې، دغه رنګ آذان اويس، محمد عباس، ساجد خان او سعود شکېل د ټېسټ کيټګري برخه ګرځولې شويدي ۔
دې ترڅنګ ابرار احمد، عرفات منهاس، فخر زمان، فهيم اشرف، حارث رؤف او شاهين شاه آفريدي په ون ډے او ټي ټوينټي انټرنېشنل کيټګري کښې شامل کړې شوي دي ۔
حسن نواز، معاذ صداقت، محمد سلمان مرزا، نسيم شاه، صاحبزاده فرحان، شاداب خان او عثمان طارق ته بيا په ټي ټونټي کټګري کښې ځائې ورکړې شوې دې ۔
بلخوا پاکستان کرکټ بورډ د مستقبل د قومي ټيلنټ د ودې لپاره نورلس ځوان لوبغاړي هم په ډيويلپمنټ کيټګري کښې شامل کړي دي ۔

په دې لوبغاړو کښې عبدالصمد، عبدالله فضل، احمد دانيال، علي رضا، فرحان يوسف، حنين شاه، محمد طحٰه، محمد طيب عارف، محمد غازي غوري، محمد عمران رندهاوا، رضا الله، سعد بېګ، سعد مسعود، سمير منهاس، ثاقب خان، شاه زېب خان، شامل حسين، سفيان مقيم او عبيد شاه شامل دي ۔

