انډر نائنټين ايشيا کپ فائنل کښې بهارتي په يو وکټ پاکستاني ټيم ته د سنسني خېز مقابلې وروستو ماتې ورکړې او ټائټل ئې ګټلې دې ،د پاکستان درې سوه، اتۀ دېرش رنز هدف بهاتي ټيم په آخري بال پورا کړې او کاميابي ئې ترلاسه کړې ده ۔
مسقط کښې لوبيدلې د انډر نائنټين ايشيا کپ فائنل کښې پاکستان د ټاس ګټلو پس اول د بيټنګ فيصله کړې وه، او مقرره اوورز کښې ئې نهه وکټو په زيان درې سوه، اووۀ ديرش جوړ کړي وو ۔
د قامي ټيم عثمان خان يو سل اووۀ، عبدالقادر اتيا او کپتان فرحان يوسف دري شپيتۀ رنز جوړ کړي وو، بهارت طرف نه کاويا پاريئش پټيل څلور په خپل نوم کړې وې ۔
بهارت او پاکستان طرف ټول ميچ سنسني خيز وو، بهارت آخري اوور کښې په آخري بال ميچ ګټلې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې ده، بهارت لخوا جارحانه نهه څلويښت رنز جوړولو باندې موهت الوا د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔
د يادونې وړ ده چې پاکستان په ټول ميچونو کښې تر فائنل پورې ناقابل شکست پاتې شوے و او د ګروپ مېچ پر مهال ئې هند ته هم ماتې ورکړې وه ۔

