جنوبي وزيرستان،بنواو ټانک کښې سيکيورټي فورسز کاميابې کاروائيانې کړې،آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشنز کښې دوه ويشت شرخوښي وژلي شويدي، آئي ايس پي آر ترمخه جنوبي وزيرستان کښې جاري آپريشن دوران ډزو تبادله کښې پنځلس ترهه ګر وژلي شوي، د بنو په مختلف علاقو او ټانک کښې هم اووه شرخوښي خپل انجام ته رسولې شوي،وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او بارود هم برآمد شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د نومبر په شپاړسمه او اوولسمه نېټه د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کښې د سيکيورټي فورسز لخوا کامياب کارروائۍ شوې دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې په جنوبي وزيرستان کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ د اطلاع په بنياد انټېليجنس بېسډ آپرېشن شوے، چې په نتيجه کښې ئې د سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ د سختې ډزو تبادلې وروستو پنځلس ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړي چې په بنو کښې په دوه مختلفو نښتو کښې شپږ او په ټانک کښې يو ترهه ګر وژل شوي دي، د وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي ۔
آئي اېس پي آر ترمخه وژلي شوي ترهه ګر په سيمه کښې په ګنړو پېښو کښې ککړ وو او د نورو ترهه ګرو د خاتمې لپاره د لټون او کلئيرنس عمليات دوام لري ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې د عزمِ استحکام لاندې به د بهرني ملاتړ لرونکې ترهه ګرۍ د مکمل خاتمې پورې کاروائۍ جاري ساتلې شي ۔
بلخوا صدر آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف، داخله وزير محسن نقوي او د خېبر پښتونخوا ګورنرفيصل کريم کنډي په جنوبي وزيرستان،ټانک او بنو کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائنه کړيده ۔
خپل بيانونو کښې سياسي مشرانو سيکيورټي اهلکارو ته خراج تحسين وړاندي کړې او وئيلي دي چې امن بحالۍ پورې به د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز کارروائۍ جاري وي ۔

