وزيراعظم شهباز شريف اعلان کړې چې خام معدنيات به بهر ته نۀ لېږلې کيږي،د ملک دننه به پراسس کولې شي او وئيلي دي چې د پاکستان معيشت د نوې اعتماد سره د پرمختګ او بدلون په لار روان دې، او ان شاءالله دوه زره پنځوستم کال نه هم مخکښې به پاکستان د نړۍ په لويو معيشتونو کښې شامل شي ۔
اسلام آباد کښې د پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم دوه زره شپږ ويشتم ته وينا کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې پاکستان به نور خپل قيمتي معدنيات په خام شکل بهر ملکونو ته نه لېږي، بلکه دا معدنيات به ملک دننه په صنعتونو کښې استعمالوي، پراسس کوي او تيار مصنوعات به ترې جوړوي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې ګولډمين سکس پيشنګوئي کړې چې پاکستان تر دوه زره پنځه اوويايم کال پورې د نړۍ شپږم لوئې معيشت جوړېدې شي، خو پاکستان به ان شاءالله تر دې هم مخکښې دا هدف ترلاسه کړي ۔
وزيراعظم وئيلي چې د ريکوډک منصوبه چې د سرو زرو او تانبے د نړۍ د لويو غير استعمال شوو ذخيرو نه يوه ده، د شل کالوځنډ نه پس د عملي کېدو او عملياتي مرحلې په لار روانه ده ۔
وزيراعظم زياته کړې چې معدنياتي سرمايه کارۍ ګټې بائد ځائي اولس ته هم اورسي او د تعليم، صحت او ژوند معيار ښۀ کولو لپاره اقدامات اوکړې شي ۔
هغۀ مخکښې وئيلي دي چې وفاقي او صوبائي حکومتونه به په ګډه د معدنياتو څانګې ته وده ورکوي، سرمايه کارانو ته به يو شان موقعې او د پاليسيو تسلسل ورکوي او د لائسنسونو او معاهدو په اجرا کښې به شفافيت يقيني کوي ۔

