بلوچستان کښې سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع کاروائيانې کړي ، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائيانو کښې خودکش حمله آور پشمول اتۀ ترهه ګر وژلي شويدي، په دې موقع ترهه ګرو سره انښته کښې د پاک فوج دوه افسران شهيدان شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې خپل بيان کښې وئيلي دي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په کولپور، کردګاپ او نوشکي سیمو کښې انټېلیجنس بنیادونو باندې کاروائيانې کړي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې تيره شپه په کولپور کښې د کاروائۍ په مهال اتۀ ترهه ګر وژلي شوي، چې پکښې یو خودکش حمله آور هم شامل دے، د ترهه ګرو د قبضې نه په لويه پيمانه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي ۔
آئی ایس پي آر وائي چې ترهه ګرو په ګشت مامور د امنیتي ځواکونو په ګاډو کواډ کاپټر ډرونز حمله کړې ، چې په نتیجه کښې ئې د چکوال اوسېدونکے مېجر عمر منهاس ناصر او د کوټلي ستیا اوسېدونکے حوالدار محمد عدنان خان شهیدان شوي دي ۔
د پاک فوج ترجمان مطابق د ترهه ګرو کاروائۍ د امنیتي ځواکونو عزم نۀ شي کمزورے کولے او د ځائي خلقو د تحفظ او د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې دپاره به انټېلیجنس بنیادونو او کلیئرنس عملیات جاري ساتلے شي ۔

