د خېبر پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سيمو کښې سيکيورټي فورسز کامياب عمليات کړې، آئي ايس پي آر وئيلي دي چې کاروائيانو کښې په مجموعي ډول څلور اوويا ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د خېبر پښتونخوا قبائلي ضلعو ميرعلي او اورکزئۍ کښې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز کامياب عمليات کړې دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې دې دورچان دري څلويښت ترهه ګر وژلي شويدي،د کارروائيانو دوران سيکيورټي فورسز سره ډزو تبادلې دوران ميرعلي کښې پنځه ديرش او په اورکزو کښې اتۀ ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې دغه شان سيکيورټي فورسز د کوئټې په کرم علاقه کښې هم آپريشن کړې او کاروائۍ دوران يوديرش شرخوښي خپل انجام ته رسولي شويدي ۔
آئي اېس پي آر ترمخه سيکيورټي فورسز په تېرو اتۀ څلوېښت ګهنټو کښې د خېبر پښتونخوا په ميرعلي او اورکزو سيمو کښې انټېلي جنس بېسډ عمليات کړي، چې پکښې بهارتي حمايت يافته ډلې ته لوئې زيان شويدې ۔
په آپريشن کښې د وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه وسله، ګوله بارود، کورني چاودېدونکي مواد او آئي اې ډيز هم ترلاسه شوي دي ۔
بلخوا آئي اېس پي آر زياته کړې چې د بلوچستان د کوئټې په کرم سيمه کښې د ترهه ګرو ګڼ شمېر مرکزونه په نښه کړې شوي او د هغوي له ځائيونو نه وسله، ګوله بارود او چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي دي ، په سيمه کښې د کليئرنس عمليات هم دوام لري ۔

