د خېبر پښتونخوا او بلوچستان مختلفو علاقو کښې خفيه اطلاع باندې کاروائيانې جاري دي، آئي ايس پي آر وئيلي چې انټيلي جنس بيسډ مشترکه کاروائيانو کښې نهه څلويښت ترهه ګر وژلي شوي، وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله، دهماکه خيز مواد، آئي اي ډيز او ګوله بارود ترلاسه شوي، آئي ايس پي آر ترمخه دغه کاروائيانې د خېبر پښتونخوا بنو، شمالي وزيرستان، اورکزئي، خېبر او د بلوچستان مستونګ، مچهـ ،خضدار او پنجګور سيمو کښې شوي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې کاميابې کاروائيانې بلوچستان کښې مستونګ، مچهـ ،خضدار او پنجګور سيمو کښې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د بلوچستان دغه سيمو کښې لس انټيلي جنس بيسډ آپريشنز ترسره شوي چې پکښې اووۀ ديرش ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي، او هغوي ولقې نه درنه وسله، چاوديدونکې مواد، ريموټ ډيتونيشن آلات ترلاسه کړې شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د خيبر پښتونخوا مختلفو ضلعو بنو، شمالي وزيرستان، اورکزئي او خېبر ضلعو کښې هم کاميابې کاروائيانې شوي او دې دوران يو شمير انټيلي جنس بيسډ آپريشنز کښې دولس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې خېبر پښتونخوا کښې شوې آپريشنز دوران وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه هم چاوديدونکي مواد، آئي اي ډيز، وسله او موټرسائيکلې ميلاؤ شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه دغه کاروائيانې د بهارتي پراکسيز ،فتنته الخوارج، فتنته الهندوستان خاتمې لپاره جاري بغير د تعطل د ترهه ګرۍ مخنيوي مهم برخه ده ۔
بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې د ملک امن او استحکام ته زيان رسونکو کوششونه به په هر صورت ناکامه کولې شي، سيکيورټي فورسز د ملک د سرحدونو دفاع لپاره ثابت قدم دې ، او دا چې ترهه ګرو خاتمې لپاره به کاميابۍ سره کاروائيانې جاري وي ۔

