د بلوچستان په نوشکي سيمه کښې سيکيورټي فورسز کاميابه کاروائي کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن کښې اووۀ ترهه ګر وژلي شوي دي، وژلي شوي ترهه ګرو کښې خودکش حمله آور هم شامل دي، دې دوران د ترهه ګرو ټهکانې تباه کړې شوي او ګوله بارود هم ضائع کړې شويدي ۔
آئي ايس پي آر لخوا جاير بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز خفيه اطلاع باندې د بلوچستان په نوشکي علاقه کښې کاميابه کاروائي کړې ده ۔
آئي ايس پي آر مطابق آپريشن دوران د ترهه ګرو ټهکانې تباه کړې شوي او د دوي ولقې نه ترلاسه شوې بارودي مواد هم ناکاره کړې شويدي ۔
بيان ترمخه آپريشن دوران فتنته الهندوستان سره تعلق لرونکې اووۀ ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔

