جنوبي وزيرستان کښې د سرا روغه سيمې نه تيره ورځ تښتولې شوي ايس ايچ او احمد شاه پشمول د پوليس شپږ اهلکاران په خيريت خوشې کړې شويدي، ذرائعوترمخه د سيمې مشرانو د اغوا شوي اهلکارانو رهائۍ لپاره کامياب مذاکرات کړي، چې وروستو ټول اهلکاران په خيريت خپلو کورونه ته رسيدلي دي، د اهلکارو په خوشې کيدو د علاقې خلقو اطمينان څرګند کړې او د مشرانو کوششونه ئې ستائلي دي ۔
جنوبي وزيرستان: د ځائي سرچينو وينا ترمخه ايس ايچ او احمد شاه په ګډون شپږ پوليس اهلکار تيره ورځ نامعلومه وسله والوتښتولي وو، چې وروسته د هغوي د خوشې کېدو لپاره د سيمې مشرانو او جرګې هڅې پيل کړې وې ۔
سرچينې وئيلي چې قامي مشرانو او جرګې د مذاکراتو له لارې مهم رول ادا کړې او وروستو بيا تښتولي شوي ټول اهلکار خوشې کړي دي ۔
ټول شپږ پوليس اهلکار په خير او عافيت سره خپلو کورونو او ملګرو ته رسېدلي دي، او د هغوي د خوشې کېدو باندې د سيمې خلقو د خوشحالۍ څرګندونه کړېده ۔

