سيکيورټي فورسز د هنګو په شينکئي بانډه دلن سيمه کښې آپريشن کړې، سرچيني وائي چې سيکورټي فورسز کاروائۍ دوران شپږ ترهه ګر وژلي دي، او دوه نور ژوبل شويدي، آپريشن دوران د ايف سي ټل سکاؤټس يو افسر شهيد شوې، په علاقه کښې د ترهه ګرو خلاف کليئرنس آپريشن روان دې ۔
هنګو: سيکيورټي فورسز ذرائعو وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا کښې د هنګو د شينکئۍ بانډه دلن سيمه کښې آپريشن کړې دې ۔
ذرائعو وئيلي چې کاروائي دوران سيکيورټي فورسز کواډ کاپټر ډرون د لارې ترهه ګر په نښه کړي، چې په نتيجه کښې د ګل بهادر ډلې شپږ وسله وال وژلي شويدي،او دوه نور ژوبل شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې آپريشن دوران د ايف سي ټل سکاؤټس لائټ کمانډو کيپټن حمزه شهيد شوې دې ۔
ذرائعو زياته کړې چې د ډزو په تبادله کښې د ايف سي دوه اهلکاران ژوبل شويدي، څوک چې په فوري توګه هسپتال ته رسولي شوي، په علاقه کښې د ممکنه نورو ترهه ګرو موجودګۍ خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن روان دې ۔

