هنګو کښې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز کامياب کړې، اووه ترهه ګر وژلي شويدي،آئي ايس پي آر ترمخه علاقه کښې د شرخوښو موجودګۍ په اطلاع آپريشن دوران سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ ډزو تبادله شوي وه،د آپريشن دوران کيپټن حمزه اکرم هم شهيد شوېدې، وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود برآمد شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې په اووم اګست د بهارتي پراکسي ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع آپريشن شوې دې ۔
آئي ايس پي آر خپل بيان کښې وئيلي چې سيکيورټي فورسز په منظم انداز د ترهه ګرو ځائيونه په نښه کړي ، د ډزو په نتيجه کښي اووۀ ترهه ګر وژلي شوي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې د ډزو دوران اووۀ ويشت کلن کيپټن حمزه اکرام شهيد شويدې ، کيپټن حمزه د خپلو دستو قيادت کولو او ترهه ګر ئې په مخه اخستي وو ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د وژلي شوي ترهه ګرو نه په لوئې مقدار کښې وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي ، او وژلي شوي ترهه ګر مختلفو پيښو کښې سيکيورټي ادارو ته مطلوب وو ۔

