وزيراعظم شهبازشريف خپله سه ملکي دوره مکمل کولو وروستو انطاليه نه واپس لاهور ته رارسېدلې دې، وزيراعظم درې ورځنې دوره کښې د سعوي عرب، قطر او ترکيه مشرانو سره ملاقاتونه کړي، وزيراعظم برادر ملکونو سره تعلقات نور مضبوطيا، منطقه کښې د امن قائمولو لپاره د پاکستان کوششونو او خطې و عالمي صورتحال باندې تبادله خيال شوې ۔
لاهور: وزيراعظم شهبازشريف درې ورځنې دوره مکمل کولو وروستو واپس وطن ته رارسېدلې دې، د وزيراعظم درې ورځنې دوره سعودي عرب، قطر او ترکيه باندې مشتمل وه، وزيراعظم درې واړو برادر ملکونو مشرانو سره ملاقاتونه نه علاوه انطاليه ډپلوميسي فورم کښې شريک نور عالمي مشرانو سره هم ليده کته کړيدي ۔
په دې موقع وزيراعظم برادر ملکونو سره تعلقات نور مضبوطې، خطې کښې امن قائمولو لپاره د پاکستان کوششونو او خطې و عالمي صورتحال باندې تبادله خيال کړېدي ۔
وزيراعظم سره دغه دورې پر مهال پاکستاني وفد کښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، وزير اطلاعات عطا تارړ او معاون خصوصي طارق فاطمي هم شامل وو ۔
اسحاق ډار وائي چې مونږ خپل مصروفيات کاميابې سره مکمل کړيدي، د وزيراعظم د سعودي عرب او قطر دورے نهايت نتيجه خيز شوېدي، مختلف شعبو کښې تعاون ته وده ورکولو بامقصد دواړه خيزه مذاکرات شويدي ۔
انطاليه ډپلوميسي فورم په موقع وزيراعظم د ترکيه صدر سره ملاقات شويدې، انطاليه ډپلوميسي فورم عالمي پليټ فارم شکل اختيار کړېدې ۔

