خېبر پښتونخوا پشمول ټول ملک کښې يوم شهدا پوليس نمانځلې شي چې مقصد ئې امن بحالۍ او د اولس تحفظ لپاره قرباني ورکونکي پوليس ځوانانواو افسرانو ته خراج تحسين وړاندې کول دي ،د دې ورځې په مناسبت خپل پيغاماتو کښې صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د پوليس د قربانوستائنه کړې،او وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پوليس د فرنټ لائن کردار ادا کوي، د شهيدانو قربانۍ د ټول قام لپاره وياړ او قابل احترام دي ۔
پيښور: د خېبرپښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد د يوم شهدا پوليس په مناسبت د شهيد صفت غيور په مزار حاضري ورکړې،سلامي ئې ورته پيش کړې او فاتحه خواني ئې کړيده ۔
په دې موقع آئي جي خېبرپښتونخوا وئيلي دي چې کال نولس سوه اوويايم نه تر دوه زره شپږويشتم پورې د ملک او اولس تحفظ لپاره د خېبرپښتونخوا دوه زره،شپږ سوه ،يوکم شپيتۀ پوليس افسران او ځوانان شهيد شويدي ۔
د پوليس يوم شهدا په حواله خپل پيغام کښې صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې د ترهه ګرو او د هغوي د بهرنو سر پرستو خلاف د پاکستان پوليس عمليات د ستائنې وړ دي ۔
صدر آصف زرداري په خصوصي توګه د خېبرپښتونخوا او بلوچستان پوليس بهادري ستائيلي او زياته کړې ده چې ټول قام د پوليس شهيدانو کورنيو ته د هغوي د صبر او استقامت په خاطر سلام وړاندې کوي ۔
بلخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل پېغام کښې وئيلي چې د پوليس د شهيدانو د کورنيو خير ښيګړه او هر ممکن مرسته باوري کول د حکومت وړومبۍ ذمه واري ده ۔
وزيراعظم زياته کړې ده چې حکومت د شهيدانو د کورنيو د ملاتړ لپاره پوره عزم لري، د شهيدانو کورنيو لپاره معياري تعليم، غوره طبي آسانتيا وې او نور فلاحي اقدامات هم شامل دي ۔

