پاکستان په دوئم ټي ټوينټي ميچ کښې سري لنکا ته په دوه اتيا رنز ماتې ورکړې او سيريز کښې ئې دوه صفر سره فيصله کن برتري ترلاسه کړې، پنډۍ کښې لوبيدلې ميچ کښې د پاکستان دوه سوه، شپاړس رنز هدف تعاقب کښې ميلمه ټيم مقرره اوورز کښې اووۀ وکټو په زيان يو سل، دري ديرش رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې، شاندار شپږ نوي رنز جوړولو باندې معاذ سعادت د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي سيريز دوئم ميچ کښې سري لنکا ټاس ګټلې وو او په خپله ئې اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورز کښې درې وکټو په زيان دوه سوه، پنځلس رنز جوړ کړي وو ، چې پکښې معاذ صداقت شاندار شپږ نوي او کپتان صاحبزاده فرحان درې اوويا رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
فخرزمان دوه ويشت او حسن نواز نورلس رنز باندې آؤټ شوي وو، سري لنکا طرف نه مهيش تهيکشانا،ايشان ملينګا او دسون شناکا يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د سري لنکا ټول ټيم اووۀ وکټو په زيان يو سل، دري ديرش رنز جوړ کړي او ميچ ئې په دوه اتيا رنز بيللې دې، ميلمه ټيم طرف نه ټولو نه زيات مهيش تهيکشانا دوه ديرش او چميندو وکراما سينګے نهه ويشت رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
پاکستان طرف نه محمد عمران شاندار بولنګ کړې او درې وکټې ئې په خپل نوم کړې، سلمان مرزا دوه، صائم ايوب او شاداب خان يو يو وکټ اخستې ده ۔
شاندار شپږ نوي رنز جوړولو باندې د قامي ټيم معاذ صداقت ته د ميچ بهترين لوبغاړې اعزاز ورکړې شوې دې ۔

