د انډر نائنټين ايشيا کپ اهم ميچ کښې پاکستان په درې وکټو بهارت ته شکست ورکړېدې، د بهارت دوه سوه، نهه رنز هدف پاکستان اووۀ وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، پاکستان طرف نه حمزه ظهور شاندار بيټنګ کړې او سنچري جوړولو نه پس د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
مسقط کښې جاري انډر نائنټين ايشيا کپ اهم ميچ کښې بهارت اول بيټنګ کړې وو ، د پاکستان شاندار بولنګ نه پس د بهارت ټول ټيم اووۀ څلويښتم اوور کښې دوه سوه، اتۀ رنز باندې آؤټ شوې وو ۔
بهارت لخوا ارجن راجپوت يوسل، اووۀ او پاريش پټيل دري ويشت رنز جوړ کړي، پاکستان طرف نه رضوان الله او علي رضا او نقاب شفيق شاندار بولنګ کړې او درې واړو ، درې درې وکټې په خپل نوم کړې دي ۔
پاکستان مقرره هدف نهه څلويښتم اوور کښې اووۀ وکټو په زيان پورا کړې چې پکښې حمزه ظهور شاندار بيټنګ کړې او په سل رنز ناټ آؤټ پاتې کيدو سره د ميچ بهترين لوبغاړې هم ګرځولې شويدي ۔
حسنين عباس ډار اتۀ ديرش، عبدالقادر شل او عثمان خان شپاړس رنز باندې آؤټ شوي دي ۔

