د اسرائيل وزيراعظم نيتن ياهو وئيلي چې مونږ په غزه د قبضے کولو اراده نه لرو او نه مو دا مقصد دې، مونږ ته شواهد ميلاو شوي وو چې اغوا کړې شوي خلق الشفا هسپتال کښې کيښودلے شوي، اسرائيلي فوج رسيدو نه وړاندې حماس غړي د الشفا هسپتال نه وتلي وو.
غير ملکي ميډيا ته انټرويو دوران اسرائيلي وزير اعظم وئيلي چې مونږ زمکي آپريشن شروع کيدو نه وړاندې اغوا شوو خلقو خوشي کيدو متعلق ډيل ته نيزدي شوي وو، ولې اسرائيلي فوج د زمکي آپريشن حماس باندې د جنګ بندې لپاره دباؤ اچولے دې،
هغه زياته کړې چې که چرې مونږ خپل اغوا شوي خلق واپس راوستے شو نو په عارضي توګه به جنګ بندي کوو، خو زه نه ګنړم چې دا به زما مقصد پوره کړي