خېبر پښتونخوا کښې مختلف قوانينو او قواعد و ضوابطو خلاف ورزۍ باندې د جرمانو او قېد سزاګانو نوے شيډول سرکاري ګزيټ کښې شائع کړې شوې دې، چې ترمخه ئې د مختلفو خلاف ورزيو په صورت کښې تر شپږو مياشتو قېد او دېرش زره روپو پورې د جرمانې سزا ورکولې شي ۔
پيښور: د سرکاري ګزيټ مسودې ترمخه د مجاز سرکاري افسرانو د کار په لاره کښي خنډ اچولو، د اجازت نه بغېر عوامي غونډې او جلوسونه کولو، ماحولياتي ککړتيا خورولو او د خطرناکو موادو د حفاظتي انتظاماتو نه بغېر ذخيره کولو باندې تر شپږو مياشتو د قېد او درې زره روپو پورې د جرمانې سزا مقرر کړې شوې ده ۔
د ډپټي کمشنر او اسسټنټ کمشنر د قانوني احکاماتو نۀ منلو باندې دېرش زره روپۍ، کاروباري مرکزونو کښې د اور نه بچ کېدو او حفاظتي انتظاماتو خلاف ورزۍ باندې پنځه ويشت زره روپۍ جرمانه مقرر شوې ده ۔
دغه شان په فټ پاتھونو او سړکونو د تجاوزاتو، د دوکانونو او هوټلونو د صفائۍ ناقص انتظاماتو او د ټرانسپورټ مقررې کرائۍ نه زياتې اخستو باندې شل زره روپۍ، د لاؤډ سپيکر د مقررې حد نه زيات استعمال، غېر قانوني بل بورډونو او په دېوالونو د اشترياتو ليکلو باندې پنځلس زره روپۍ جرمانه لګېدې شي ۔
د عامه ځائيونو ککړتيا، سرکاري دفترونو کښي بدنظمۍ او د عوامي خدماتو په لاره کښي خنډ اچولو باندې لس زره روپۍ جرمانه هم مقرر کړې شوې ده ۔

