د پاکستان وړومبنې خلا باز ونګ کمانډر محمد ذيشان علي د خلا نه وزيراعظم شهباز شريف او فېلډ مارشل عاصم منير سره نېغ په نېغه خبرې کړي، دا رابطه د سپارکو په مرکزي دفتر کښې شوې ده ۔
د چين خلائي ادارې ترمخه، وزيراعظم شهباز شريف او فېلډ مارشل عاصم منير د چين په تيان ګونګ خلائي سټېشن کښې موجود پاکستاني خلا باز محمد ذيشان علي سره نېغ په نېغه رابطه کړې، دا رابطه د پاکستان د خلائي ادارې سپارکو په مرکزي دفتر کښې شوې ده ۔
محمد ذيشان علي د نومبر په پنځۀ ويشتمه نېټه د چين د شېنزو څليريشتم خلائي مشن د لارې تيان ګونګ خلائي سټېشن ته رسېدلې وو ۔
هغۀ په دې مشن کښې د پې لوډ سپېشلسټ په توګه شامل دې او د چين د دوه خلا بازانو سره په خلائي سټېشن کښې سائنسي سرګرمو لپاره تل؛ې دې ۔
د خلائي مشن دوران پاکستاني خلا باز د چين سره په ګډو سائنسي تجربو کښې برخه اخلي، په دې کښې د تجرباتي نمونو او الاتو لګول، د هغو د کارکردګۍ جاج اخيستل او د کم کشش ثقل په ماحول کښې بېلابېلې سائنسي تجربې شاملې دي ۔

