د پاکستان آزادۍ ورځې په مناسبت د ايران صدر مسعود پزشکيان، د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو، پاکستان کښې د امريکې ناظم الامور نيټلي بيکر، اسلام آباد کښې د روس ،فرانس او نور ملکونو سفيرانو د پاکستان اولس ته اومبارکي ورکړې ده ۔
د پاکستان آزادۍ ورځې په مناسبت د ايران صدر مسعود پزشکيان د پاکستان اولس ته اومبارکي ورکړې،او وئيلي دي چې د ايران او پاکستان مشترکه مفادات او تقديرونه د يو بل سره تړلي دي ۔
د ايراني صدر وينا وه چي د دواړو هېوادونو ترمينځ يووالي او مرستو له نوره نوره وده ورکول د وخت ضرورت لري، ايراني صدر مطابق دا ورځ د دواړو ملکونو د اوږدمهاله او سټريټيجک اړيکو ژوروالې پراخه کولو لپاره نوې مرحله ده ۔
د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو پاکستاني اولس له د يوم آزادې اومبارکي ورکړې،خپل بيان کښې مارکو روبيو پاکستان سره اړيکې او شراکت دارۍ مضبوطولو عزم څرګند کړې ۔
د امريکې سينټ کام او پاکستان کښې تعينات ناظم الامور نيټلي اے بيکر هم پاکستانيانو له د يوم آزادۍ مبارکي ورکړي ،د ايران،روس، جاپان، فرانس او نور ملکونو سفيرانو هم پاکستاني حکومت او عوامو له د يوم آزادۍ مبارکي ورکړيده ۔
دغه شان پاکستان کښې د روس، فرانس او نور ملکونو سفيرانو هم پاکستاني اولس ته د نهه اويايم جشن آزادۍ اومبارکي ورکړي ده ۔

